باكو 15 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې په منطقه كښې د عدم استحكام بنيادي وجه د كشمير مسئله ده٬ هند دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل كولو لپاره د سنجيدګې څرګندونه وكړي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت په هېواد كښې د برداشت نوے سياسي كلچر معرفي كړے٬ د هر يو ګوند د مېنډېټ احترام شوے۔۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په باكو كښې خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د اوړي پېښې 6 ساعته وروستو هند په پاكستان تورونه لګول پېل كړل٬ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د كشمير مسئلې سوله ايز حل لپاره پوخ عزم لري٬ پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے۔ ده د اوړي په پېښه د هند لخوا بې بنسټه تورونه ردولو سره ووئيل چې د كنټرول لائن خڅه هېڅ دراندازي نه كېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان څو وارې د مذاكراتو د لارې د دې پخوانې مسئلې د حل كولو وړاندېز كړے خو د هند لخوا د دې مثبت ځواب نه دې راغلې۔ ده ووئيل چې كه هند دا مسئله حل كول غواړي نو پاكستان خبرو ته تيار دے۔ وزيراعظم ووئيل چې په سندھ كښې پيپلز ګوند حكومت جوړ كړے او مونږ د دې احترام كوو۔ دغسې د اېم كيو اېم د اپوزيشن ګوند په توګه احترام كوو٬ تر دې چې په خېبر پښتوانخوا كښې هم چرته چې مېنډېټ ترلاسه كوونكي زمونږ په ضد غېر اخلاقي ژبه كاروي٬ مونږ هلته هم د اولس د مېنډېټ احترام كړے۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د بېلا بېلو عناصرو لخوا د اړي ګړي هڅو سره به هم مونږ هېواد د پرمختګ او خوشحالې په لار روان كړو۔