چوهدري نثار علي خان په امن ناكه ډول د عاشورې ورځ په تېرېدو ټولو امنيتي ادارو ته پېروزنې وړاندې كړې

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د عاشورې ورځ په موقع په ښه امنيتي انتظام ټولو امنيتي ادارو ته پېروزنې وړاندې كړې ۔ د شورو په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل چې د پاكستان پوځ٬ رېنجرز ٬ اېف سي او د ټولو صوبو پوليس د محرم الحرام په موقع ښه امنيتي انتظامات كړي۔ ده ووئيل د خطرو باوجود ټول هېواد كښې عاشوره په امن ناكه ډول كېدل د امنيتي ادارو سره سره د اهل تشيغ او نورو مكاتب فكر د مرستې هم مننه كوٶ۔