وزیراعظم محمد نواز شریف د آذربائیجان په درې ورځنۍ سركاري دوره باكو ته ورسېد

APP37-13 BAKU: October 13 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif being received by Mr. Ali Ahmedov, Deputy Prime Minister Of Azerbaijan on arrival at Hayder Aliyev International Airport. APP

باکو 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د آذربائیجان په درې ورځنۍ سركاري دوره د زيارت په ورځ باكو ته رسېدلې۔ آذربائیجان نائب وزیراعظم علی احمدوف او نورو چارواكو د باكو په نړيوال هوائي مېدان د وزيراعظم محمد نواز شريف تود هركلے وكړو٬ دوه ماشومانو وزیراعظم او د ھغه كورودانې کلثوم نواز ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔ د اولس مشر الهام عليوف په بلنه د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا د آذربائیجان وړومبۍ دوره ده۔ د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي پشمول د اعلٰې كچ پلاوې هم وزيراعظم سره دے۔ وزيراعظم به په باكو كښې د اولس مشر الهام علیوف او وزیراعظم آرتھرراسېزادے سره په دوه اړخيزه اړيكو خبرې كوي چې پكښې به د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول اقتصادي مرستې ته هم پام كولې شي ۔ دوي به په سيمه ايزو او نړيوالو چاور هم خبرې كوي۔ د دورې په مهال د شريكې اعلامي لاس ليك كېدو توقع هم ده۔ وزیراعظم نواز شریف د آذربائیجان دا دوره ګاٶنډي هېوادونو سره د پاكستان د قوي او پراخه روابطو د وژن عكاس ده۔ پاکستان سيمه ايز هېوادونو سره خپلو تاريخي او كلتوري اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دوي سره اقتصادي روابط د پراخه كولو عزم لري۔ د پاکستان او آذربائیجان نزدې او په مرسته اډانه اړيكې لري كومې چې په شريك تاريخ٬ كلتور او عقيدے آډانه دي۔ د کشمیر كشاله او د نېګوره کاراباخ د يو بل د ملاتړ ٬ د پاکستان او آذربائیجان ترمېنځه د افهام او تفهيم عكاسي ده ۔ دواړه هېوادونه په سيمه ايز او نړيوالو چارو يو ډول درېځ لري۔ پاکستان په ھغه څو وړومبنو هېوادونو كښې شمېرلې كېږي چا چې په په اكتوبر 1991 كښې د آذربائیجان آزادي تسلیم كړې او سفارتي اړيكو جوړولو سره ئې رېذيډنت مشن ئې په باكو كښې پرانستلې ٶ۔