پاكستان او بېلاروس د اتومي توان په اړه مرستې كولو او درې اړخيزه تجارتي نظام جوړولو ته سلا شوي

APP08-05 ISLAMABAD: October 05 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and H.E. Alexander Lukashenko, President of Belarus speak at joint press stakeout at PM House. APP

اسلام آباد05 اكتوبر (اے پی پی) پاكستان او بېلاروس د اتومي توان په اړه مرستې كولو او درې اړخيزه تجارتي نظام جوړولو ته سلا شوي دي ۔ د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شينكو د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات نه پس شريك خبري كنفرنس ته ووئيل بېلاروس او پاكستان جوهري توان په لړ كښې مرستې ته د ودې وركولو خوښي لري۔ده ووئيل دواړه هېوادونه د كوم درېم هېواد په شاملولو خپل تجارت ته پراختيا وركولې شي۔ده د وزيراعظم سره خپلې خبرې اترې ګټوره ګرځولو سره ووئيل د ملاقات په مهال خبرو كښې د ملګرتيا بنياد قوي كولو ته پام لرنه شوې۔ده ووئيل بېلاروس د پاكستان يو ګاونډي هېواد سره د اړيكو په رامخې ته شوې سخت وخت خبر دے۔د