هند په مقبوضه کشمیر كښې د ظلمونو او د كشمير مسئلې څخه د نړۍ پام ګرځولو له په پوله جارحيت كوي

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور راجه ظفر الحق وئيلي دي هند په مقبوضه کشمیر كښې د ظلمونو او د كشمير مسئلې څخه د نړۍ پام ګرځولو له په پوله جارحيت كوي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شالیمار ریکارډنګ اینډ براډ کاسټنګ ملازمانو یونین د سېورې لاندې كلنې دستورې ته د مشر ميلمه په هيڅ خپل خطاب کښې وكړه۔ راجه محمد ظفر الحق ووئيل د کشمیر په مسئله ټول قام ٬ حکومت او وسله وال ځواك يو موټې دي۔ د هيواد په موجوده حالاتو ټولو قام فکر مند دے او په دې سخت وخت كښې به حکومت د خپلې كوټلې تګلارې ترمخه په ټولو چيلنجونو قابو مومي۔ ده ووئيل لويه خبره د هيواد سره د وفادارۍ ده۔ ده ووئيل كه پاکستان وي نو زمونږ وجود به وي ٬ د پاکستان نه غير زمونږ د ژوند هيڅ معنی نشته۔ د خپل خطاب په مهال راجه محمد ظفر الحق دا هم ووئيل هند چې په 1965ء او 1971ء كښې كومه غلطی کړې وه هيله لرو چې بيا به داسې ونه كړي۔ ده ووئيل پاکستان بيا هم چمتو والې نيولې او پھ دې اړه ټول قام ټول سياسي ګوندونه او وسله وال ځواك يو موټې دي۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شريف چې په كوم ډول د کشمیر مسئله په ملګرو ملتونو كښې پورته كړې ټولې نړۍ ستائلې ده۔ ده ووئيل دا زمونږ د سباؤن معامله ده