د روان مالي كال 17-2016 په وړومبو دريو مياشتو كښې جولائي نه تر ستمبر پھ مهال د فېډرل بورډ آف ريونيو د ټېكس وصولو كښې 11.6 فيصده زياتوالې شوې

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پی پی) د روان مالي كال 17-2016 په وړومبو دريو مياشتو كښې جولائي نه تر ستمبر پھ مهال د فېډرل بورډ آف ريونيو د ټېكس وصولو كښې 11.6 فيصده زياتوالې شوې او تېر مالي كال په مقابله كښې د روان مالي كال د وړومبو دريو مياشتو پھ مهال اېف بي آر 25 اربه روپو څخه زيات ټېكس وصول كړې۔د اېف بي آر غېر حتمي شمېرې له مخې روان مالي كال كښې جولائي نه تر ستمبر پھ مهال د ټېكس وصولو حجم 625 ارب روپو ته د رسېدو امكان دے دغسې د تېر مالي كال دې مودې پھ مهال 600 اربه روپۍ ټېكس وصول كړی شوې وو۔راپور له مخې جولائي 2016 په مهال د ټېكس وصولو كښې 20 فيصده زياتوالې رېكارډ كړې شوې وو