
پینډۍ 30 ستمبر (اے پی پی)سرلښكر جنرال راحيل شريف وئېلي دي پاك پوځ په وركنګ باؤنډري او لائن آف كنټرول چمتو ولاړ دے٬د دښمن د كوم هم جارحيت ځواب به وركولې شي٬ په منفي ډنډورو په پاكستان فشار نه شي راوړلے كېدې ۔ ده د جمعې په ورځ د لاهور دورې په موقع خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف د لاهور ګيرجن نزدې سيمه كښې د نوي كم بېټ ري اېكشن ټريننګ سنټر دوره هم وكړه۔سرلښكر ته سنټر كښې وركړې كېدونكې تربيې په حقله بريفنګ وركړې شو۔پوځي ځوانانو سره د خبرو په مهال سرلښكر د پوځي افسرانو او ځوانانو په جنګي تيارو زور راوړلو سره ووئيل د جنګ ګټلو لپاره كاميابه تربيې ته اړتيا ده۔سرلښكر د وسله والو ځواكونو په جنګي تيارو د اطمينان څرګندونې سره ووئيل په لائن آف كنټرول او وركنګ باؤنډري پاك پوځ په بشپړه توګه چمتو ولاړ دے۔ده ووئيل پاك پوځ د كوم هم جارحيت ځواب وركولو صلاحيت لري۔د دې نه وړاندې سرلښكر ګرېژن اكېډمي كښې د جونيئر كېمپس لاهور پرانسته وكړه او د سكول په وړومبۍ اسمبلۍ كښې ئې ګډون وكړو۔سرلښكر جنرال راحيل شريف 40 كاله وړاندې پخپله په دې اداره كښې زده كوونكې وو۔چرته چې هغه د 1967 نه تر 1972 زده كړې كړې دي۔پھ دې موقع د ګريژن ايجوكېشن سسټم فيكټلي او افسران هم موجود وو۔د لاهور كور كمانډر جنرال صادق علي هم د سرلښكر سره ملګرے ؤ