د جارحيت يا د لائن په آف كنټرول په خلاف ورزۍ به پاكستان د خپل اولس او سيمه ايزې سلامتيا ساتنې له ټول ضروري ګامونه پورته كوي

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د جارحيت يا د لائن په آف كنټرول خلاف ورزۍ په صورت به پاكستان د خپل اولس او سيمه ايزې سلامتيا تحفظ له ټول ضروري ګامونه پورته كوي٬ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬د هېواد دفاع لپاره ټول قام چمتو دے٬ چا له به هم پاكستان ته په كږه سترګه د كتلو اجازه ورنه كړی شي٬په مقبوضه كشمير كښې روان بربريت او ظلم د قبلولو وړ نه دے۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ د وفاقي كابينې غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې مقبوضه جمو او كشمير په وضعه او په لائن آف كنټرول د هند د اړخه د ډزبندۍ په خلاف ورزيو غور وشو۔وزيراعظم ووئيل مونږ اولسي ښېګړو او پرمختګ ته پام لرنه كوو۔د غريبۍ او بې روزګارۍ ختمول او د اولسي پرمختګ او څوكالۍ منزل ترلاسه كول زمونږ عزم دے كومو لپاره چې مونږ هلې ځلې كوو۔ده ووئيل مونږ د دغه مقاصدو لپاره امن غواړو خو دا هم په ډاګه كول غواړم چې د هېواد دفاع له ټول قام چمتو دے۔ ده ووئېل ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے چا له به هم پاكستان ته په كږه سترګه د كتلو اجازه ورنه كړو۔وزيراعظم ووئيل مقبوضه جمو كشمير كښې بربريت او جارحيت د نه قبلولو وړ دے۔ده ووئيل د هند عسكر په ظلم كولو د كشميريانو جذبې ته زيان نه شي رسولې۔ده ووئلي د هند جارحيت سيمه ايز امن او سلامتيا له خطر دے۔ده ووئيل د پاكستان قيادت او اولس د كوم هم جارحيت ناكامه كولو لپاره يو موټے دے۔ كابينې د وزيراعظم سره پھ يوه خله د هند سرجيكل سټرائيك ادعا رد كړه۔كابينې د هندي جارحيت په بشپړ ځواب وركولو د پاكستان وسله والو ځواكونو او ځوانانو هڅې وستائېلې۔كابينې د دوه پوځي اهلكارو په شهادت فاتحه خواني وكړه او د هغوي كورنيو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه۔كابينې په مقبوضه كشمير كښې په پرله پسې د بشري حقونو په خلاف ورزيو د تشويش څرګندونه وكړه۔كابينې د كشميري اولس مړانه او عزم وستائېلو كوم چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه د خپل حق خود اراديت ترلاسه كولو له چمتو دي٬كابينې د بې ګناه كشميريانو په وژنه د ملګرو ملتونو ترمخه د سپيځلو او بې پرو پلټنو لپاره د پاكستان د غوښتنې پخلې وكړو۔په غونډه كښې په نړيوالې ورورولۍ زور راوړولې شو چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس واخلي۔كابينې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر مقبوضه كشمير ته د فېكټ فنډنګ مشن لېږلو د پريكړی هركلے وكړو۔كابينې د جمو او كشمير اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي مرستې روانې ساتلو له د خپل عزم پخلې هم وكړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف د دې امر پخلے وكړو چې د امن لپاره دې د پاكستان عزم كمزورې ونه ګڼلې شي٬ د جارحيت يا د لائن په آف كنټرول خلاف ورزۍ په صورت به پاكستان د خپل اولس او سيمه ايزې سلامتيا تحفظ له ټول ضروري ګامونه پورته كوي۔