كوم هم طاقت مونږ د خپلو كشميريانو وروڼو د ملاتړ څخه منع كولې نه شي

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف پھ لائن آف كنټرول د هندي عسكرو جارحيت او پھ مقبوضه كشمير كښې د ناوړه وضعې تر مخه مهمې پريكړی كړي دي چې ترمخه به يې د وفاقي كابينې غونډه(نن)د جمعې پھ ورځ او د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د نهې پھ ورځ رابللې شوې٬د پارلمان شريكه غونډه به د شورو په ورځ كېږي٬د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د وفاقي كابينې غونډه د جمعې پھ ورځ رابللې ده چې پكښې به د مقبوضه كشمير ناوړه وضعه پھ ايجنډا شامله وي۔د دې نه ځانله وزيراعظم به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ خپلې دورې او په نيويارك كښې د حكومتي مشرانو٬ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره شوو ملاقاتونو نه پس پھ رامخې ته شوې صورتحال غور كوي۔د قامي سلامتيا كمېټۍ د نهې پھ ورځ غونډه كښې ټولو اعلٰی وزيرانو ته بلنه وركړی شوې دغسې چې د لائن آف كنټرول به رامخې ته صورتحال او په مقبوضه كشمير كښې په رياستي جبر غور وكړې شي۔د شورو په ورځ د پارلمان شريكه غونډه كښې به د كوم هم بهرني يا كورنۍ خطرې پھ ضد د هېواد سالمتيا تحفظ او خپلواكۍ له د قامي عزم پخلې كولې شي۔دې سره سره به د مقبوضه كشمير اولس لپاره اخلاقي٬سفارتي او سياسي مرسته روانه ساتلو له د عزم پخلې كولې شي۔وزيراعظم به قام او پارلمان باور كښې اخلي۔د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وئېلي دي كوم هم طاقت مونږ د خپلو كشميريانو وروڼو د مرستې څخه منع كولې نه شي كوم چې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې خپل جائز حق خود اراديت ترلاسه كولو له هڅې كوي۔وزيراعظم ووئيل د جمو او كشمير شخړه د نيمې وچې د وېش نامكمله ايجنډا ده۔ده ووئيل كوم هم بهرنې طاقت د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت چېلنج كولو صلاحيت يا استعداد نه لري٬مونږ د نړۍ ښه پوځ لرو٬٬ ده ووئېل ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دے٬بل خوا وزيراعظم محمد نواز شريف د امنيتي ادارو د اړخه په لائن آف كنټرول د صورتحال پھ حقله پرله پسې خبرولې شي۔د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه د لائن آف كنټرول په صورتحال وزيراعظم هاؤس ته يو راپور وړاندې كړې۔وزيراعظم د هندي عسكرو د اړخه د كوم هم اشتعال ځواب وركولو له د وسله والو ځواكونو پھ چمتوالي د اطمينان څرګندونه كړې