
اسلام آباد 29 ستمبر (اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا فضل الرحمان وئېلي دي پاكستان سوئېلي آسيا د تباهۍ څخه ساتلو له د صبر او زغم څرګندونه كوي٬بايد ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي د هند د اړخه د اېل او سي خلاف ورزۍ نوټس واخلي٬د پاكستان د امن خوښي دې كمزورې ونه ګڼلې شي۔هند د مقبوضه كشمير څخه د پام ګرځولو لپاره په اېل او سي ډزې كوي٬د هندي وزيراعظم مقصد د سيمې امن تباه كول دي٬د كشمير په مسئله د اسلامي هېوادونو څخه هيله لرو ۔د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د مودي انتظاميې د پاكستان په ضد ښكاره پالېسي خپله كړې۔هند د سفارتي او دفاعي كچه د پاكستان يوازې كولو لپاره اقدامات كوي۔په اېل او سي د هند د اړخه د ډزو غندنه كوو٬ ده ووئېل په داسې اقداماتو هند د مقبوضه كشمير څخه د پام ګرځولو هڅه كوي۔دې سره په مقبوضه كشمير كښې د پاكستان په حق كښې غږ پورته كېږي۔ ده ووئېل كشميريان د پاكستان لپاره ځانونه قربانوي او د پاكستان بېرغ هسكوي