د پاكستان او ايران مرکزی بانکونو اعلیٰ چارواكو غونډې نه پس به د دواړه هيوادونو بینکنګ چینلز کار پيل كړي۔ د ایران سفیر مهدی هنر دوست

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پی پی) د ایران سفیر مهدی هنر دوست وئيلي دي د پاكستان او ايران مرکزی بانکونو اعلیٰ چارواكو غونډې نه پس به د دواړه هيوادونو بینکنګ چینلز کار پيل كړي۔ د بینکارۍ څانګې رابطو ته وده وركولو سره به دوه اړخيزه تجارتي حجم زيات شي۔ ده ووئيل د ایران او پاکستان ترمينځه اوسنې شريك تجارت د خپل استعداد څخه كم دے۔ ده ووئيل د دواړه …

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پی پی) د ایران سفیر مهدی هنر دوست وئيلي دي د پاكستان او ايران مرکزی بانکونو اعلیٰ چارواكو غونډې نه پس به د دواړه هيوادونو بینکنګ چینلز کار پيل كړي۔ د بینکارۍ څانګې رابطو ته وده وركولو سره به دوه اړخيزه تجارتي حجم زيات شي۔ ده ووئيل د ایران او پاکستان ترمينځه اوسنې شريك تجارت د خپل استعداد څخه كم دے۔ ده ووئيل د دواړه هيوادونو ترمينځه آزادانه تجارتي لوظنامې ته به هم زر تر زره حتمی شکل وركړې شي دغسې د بینکنګ چینلز پيل كولو سره به شريك تجارت هم زيات شي۔ ده ووئيل د دواړه هيوادونو تجارتی پلاويو تږ راتږ به هم دوه اړخيزه تجارت زياتولو كښې مرستياله وګرځي۔

مزید خبریں