سرینګر 23 ستمبر (اے پي پي) د مقبوضه کشمیر حریت مشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته د پاکستاني وزيراعظم محمد نواز شریف د وېنا هركلي كلوو سره وئيلي دي چې وزیراعظم په جرات سره د کشمیر كشاله رامخې ته كولو سره د كشمريانو حوصلې لوړې كړې دي۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس چیئرمېن سید علي ګېلاني د وزیراعظم نواز شریف …
حریت مشرانو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم نوازشریف د وېنا هركلې وكړو

مزید خبریں
سرینګر 23 ستمبر (اے پي پي) د مقبوضه کشمیر حریت مشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 71مې غونډې ته د پاکستاني وزيراعظم محمد نواز شریف د وېنا هركلي كلوو سره وئيلي دي چې وزیراعظم په جرات سره د کشمیر كشاله رامخې ته كولو سره د كشمريانو حوصلې لوړې كړې دي۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس چیئرمېن سید علي ګېلاني د وزیراعظم نواز شریف عمومي اسمبلۍ ته د وېنا هركلي كولو سره وئيلي دي چې وزيراعظم په نړيوال فورم د مقبوضه كشمير كشاله په ښه ډول پورته كولو سره د يو محسن او خېرخواه حق ادا كړے۔ ده ووئيل نواز شریف په نړيوال فورم د كشميريانو د هيلو او خواهشاتو ترجماني كړې او د كشمير كشالې تاريخ او اوسنۍ وضعې څخه ئې نړيواله ورورولي خبره كړې۔ ده د نواز شریف مقبوضه كشمير غېر پوځي سيمې جوړولو غوښتنې تائيد كولو سره ووئيل كشمير د نړۍ ھغه يواځنۍ سيمه ده چرته چې په لويه شمېره عسكر موجود دي او د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي٬ ده ووئيل زه د نواز شريف مقبوضه كشمير ته د “فېكټ فائنډنګ مشن” لېږلو د غوښتنې هم تائند كوم چې دا د نړيوالې رورولۍ ذمه واري ده چې ھغوي خپله مشاهده وكړي چې د هندي ځواكونو د لاسه په كشميريانو كوم ظلمونه كېږي۔ ده د وزيراعظم نواز شريف په جرات مندانه ډول د كشمير كشاله نړيوالې ورورولۍ ته په وړاندې كولو مننه وكړه۔ د جمو کشمیر لبرېشن فرنټ چیئرمېن محمد یاسین ملك د محمد نواز شریف عمومي اسمبلۍ ته وېنا خوشبينه ګرځولو سره ووئيل چې پاكستان تل د مظلوم كشميري اولس غږ نړۍ ته رسولو له هڅې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل وزيراعظم خپله وېنا كښې د كشميريانو د آزدۍ تحريك ” خپل تحريك” ګرځولو سره نړۍ د حقيقيت نه خبره كړې كوم چې يو خوشبينه اقدام دے۔ په دې موقع نعیم احمد خان ، سید صلاح الدین، بلال صدیقی ، بېرسټر عبدالمجید ترمبو ، جنرال محمد موسیٰ ، محمود احمد ساغر، مولانا شبیر احمد قمی، د هائي کورټ باراېسوسي اېشن او د کشمیر فریډم فرنټ هم په جلا جلا ډول د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وېنا هركلې كړې








