وزیراعظم محمد نواز شریف د پوځ سرلښكر سره ټېلي فوني تماس ٬

نیویارك 20 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف څوك چې دا مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستاني پلاوي مشري كولو لپاره نيويارك تللے دے د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره ټېلي فوني تماس نيولې ۔ د ټېلي فوني خبرو اترو په مهال د منطقې د اوسنې وضعې جاج واخستې شو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن لخوا د خبر پاڼې له مخې دواړو مشرانو په …

نیویارك 20 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف څوك چې دا مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستاني پلاوي مشري كولو لپاره نيويارك تللے دے د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره ټېلي فوني تماس نيولې ۔ د ټېلي فوني خبرو اترو په مهال د منطقې د اوسنې وضعې جاج واخستې شو۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن لخوا د خبر پاڼې له مخې دواړو مشرانو په دې موقع تفصيلي خبرې كړې دې۔ د مقبوضه کشمیر په اوړي سېکټر كښې په هندي پوځ د اوسنيو بريدونو نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړې ګړې زيات شوې دې۔