د هندي پوځ په كېمپ د بريد تور د شخړيز كشمير وضعې نه د پام اړولو هندۍ هڅه ده۔ سرتاج عزيز

اسلام آباد19 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي د اتوار په ورځ شخړيز كشمير كښې د هندي پوځ په كېمپ د بريد تور د كشمير وضعې څخه د پام اړولو هندۍ هڅه ده۔ وېنز وېلا څخه نيويارك ته په رسېدو خپل بيان كښې سرتاج عزيز ووئيل پاكستان د هند سول او پوځي قيادت نه په دې ډول غېر مصدقه او سختو بيانونو شديد تحفظات لري كوم چې تېره ورځ د مقبوضه كشمير په اوړي سېكټر كښې په هندي پوځ د بريد نه پس جارې كړې شوې۔ ده ووئيل پاكستان د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي د حكومت اعلٰې چارواكو جاري كړي غېر ذمه واره او بې بنسټه بيانونه رد كوي۔ خارجه سلاحكار ووئيل دا په مقبوضه كشمېر كښې د برهان واني د شهادت نه پس د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام اړولو هندۍ هڅه ده۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير صورتحال پاكستان نه دې پېدا كړے٬ دا مقبوضه كشمير كښې د هند د غېر قانوني قبضې او د جبر او استبداد د لوئ تاريخ نتيجه ده چې پكښې په زرګونو خلق مړه شوې دي۔ ده ووئيل د هند د غاصبانه قبضې په ضد د اوسني احتجاج او د 73 ورځو څخه په زياته كرفيو كښې د سلو نه زيات بې ګناه كشميريان وژلې شوي او په زرګونو ژوبل شوې دي۔ ده ووئيل د پېلټ ګن ډزو په نتيجه كښې په لويه شمېره كشميريان ځوانان ړانده شوې او دا ئي لا څه چې بې ګناه سپين ږيري ٬ مېرمنې او ماشومان هم د هندي ځواكونو د بې رحمه ظلم نه خلاص نه دي۔ ده ووئيل دې وضعې څخه بايد د نړيوالې ورورولۍ ضمير ويخ شي۔سرتاج عزيز ووئيل دا خبره د غندنې وړ ده چې د هند يو وزير د كومو پلټنو نه غېر د هندي پوځ په كېمپ د بريد تور په پاكستان لګولې۔ ده ووئيل دا بيان نړيوالې ورورولۍ ګمراه كولو له د هند هلو ځلو برخه ده دغسې چې په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه پټ وساتلې شي۔