د امريكې په نيويارك او نيوجرسي كښې په دوه بمي چاودنو كښې 29 كسان ژوبل شوي

نيويارك18 ستمبر (اے پي پي) د امريكې په نيويارك او نيوجرسي كښې په دوه بمي چاودنو كښې 29 كسان ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې د خالي په شپه د نيويارك په چېلسي سيمه كښې يوه زوروره چاودنه وشوه او پكښې 29 كسان ژوبل شول۔ بل خوا په نيوجرسي كښې هم يوه چاودنه شوې خو پكښې كوم ځاني زيان نه دې شوے۔ د نيويارك ښاروال خبريالانو ته ووئيل چې …

نيويارك18 ستمبر (اے پي پي) د امريكې په نيويارك او نيوجرسي كښې په دوه بمي چاودنو كښې 29 كسان ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې د خالي په شپه د نيويارك په چېلسي سيمه كښې يوه زوروره چاودنه وشوه او پكښې 29 كسان ژوبل شول۔ بل خوا په نيوجرسي كښې هم يوه چاودنه شوې خو پكښې كوم ځاني زيان نه دې شوے۔ د نيويارك ښاروال خبريالانو ته ووئيل چې دا د ترهګرې كومه پېښه نه معلومېږي۔ پوليسو د دواړو پېښو پلټنې پېل كړې دي۔

مزید خبریں