اسلام آباد18 ستمبر (اے پي پي) پاكستان او چين به په شريكه د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په روټ په شپږو ځايونو كښې ټېكنيكل او ووكېشنل ټرېننګ انسټي ټيوټ جوړوي چرته به چې په بېلا بېلو څانګو كښې د هنر زده كړې كولې شي۔ د سرچينو له مخې دا انسټي ټيوب به د اقتصادي لارې په روټ په ګلګت٬ مانسهره٬ اېبټ آباد٬ ډېره اسماعيل خان٬ كوئټه او ګوادر كښې جوړولې شي۔ دې سره به د پاكستان ځوانانو ته د روزګار موقعې پېدا شي٬ هنر مند افرادي قوت به زيات شي او ورسره به د هېواد اقتصادي صورتحال ښه شي۔ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې ترسره كېدو سره به په منطقه كښې غربت ختم شي۔