اسلام آباد18 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د هالېنډ سفير د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دې خبره اتفاق وكړې شو چې د نړيوال بانك او د آئي اېم اېف د كلنې غونډې په موقع به د اكتوبر په 8مه نېټه د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار او د هالېنډ ملكې مېكسيما ترمېنځه ملاقات كېږي۔ د ملاقات په مهال دا پرېكړه هم وكړې شوه چې ملكه كله هم د وېډيو لېنك د لارې د نېشنل فنانشل انكلوژن كونسل په غونډه كښې د ګډون كولو پرېكړه وكړي نو د كونسل غونډه به سمدستي كولې شي۔ د خزانې وزير په پاكستان كښې د ټېكس په معاملو كښې د هالېنډ مرستې لپاره د سفير هڅې وستائيلې۔ په ملاقات كښې د خزانې وزارت اعلٰي چارواكو هم ګډون وكړو۔