په مقبوضه كشمير كښې د نامعلومو وسله والو لخوا د هند په پوځي كېمپ بريد٬ 17 عسكر مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي٬ څلور بريد كوونكي هم مړه شوي

سرينګر 18 ستمبر(اے پي پي) د مقبوضه كشمير د بارهموله په اوړي سيمه كښې نامعلومو وسله والو د اتوار په ورځ سهار وختي د هندي پوځ د 12م برېګېډ په هېډكوارټرز بريد كړے او په نتيجه كښې ئې 17 عسكر مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ په بريد كښې څلور بريد كوونكي هم مړه شوي دي۔ د كشمېر مېډيا سروس له مخې بريد دومره سخت و چې عسكرو ته …

سرينګر 18 ستمبر(اے پي پي) د مقبوضه كشمير د بارهموله په اوړي سيمه كښې نامعلومو وسله والو د اتوار په ورځ سهار وختي د هندي پوځ د 12م برېګېډ په هېډكوارټرز بريد كړے او په نتيجه كښې ئې 17 عسكر مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ په بريد كښې څلور بريد كوونكي هم مړه شوي دي۔ د كشمېر مېډيا سروس له مخې بريد دومره سخت و چې عسكرو ته موقع په لاس ورنه راغله۔ سخت ژوبل شوي عسكر د چورلكو د لارې د سرينګر پوځي روغتون ته رسول شوي دي۔ د بريد په مهال په يو شمېر باركونو اور لګېدلې و۔ د بريد نه پس هم په سيمه كښې ډزې روانې وې۔

مزید خبریں