د اولس مشر ممنون حسېن د اديبانو٬ دانشورانو٬ شاعرانو او د تعليم پوهانو پلاوي سره خبرې

كراچې/ اسلام آباد17 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې په هېواد كښې د تعليم نظام بهتر كولو لپاره د اوسني دور د تقاضو او د نظريه پاكستان د روح له مخې به په تعليمي نصاب كښې ډېر زر بدلون وكړې شي او په دې لړ كښې په تندې سره كار روان دے۔ اولس مشر دا خبرې د اديبانو٬ دانشورانو٬ شاعرانو او د تعليم پوهانو يو پلاوي سره په خبرو كښې وكړې كوم چې په سټېټ ګېسټ هاؤس كراچې كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل چې د اهل فكر دا ذمه واري ده چې تعليمي عمل زيات ګټور جوړولو لپاره حكومت ته تجويزونه وركړي۔ ده ووئيل چې حكومت د تعليم ودې لپاره كوټلي ګامونه پورته كوي۔ په پلاوي كښې ډاكټر پيرزاده قاسم رضا٬ ٫ډاكټر نعمان الحقِ٬ سحر انصاري٬ ډاكټر روف پاريكھـ ٬ ډاكټر معين الدين عقيل٬ ډاكټره فاطمه حسن٬ شاهده حسن٬ حسينه معين٬ غازي صلاح الدين٬ امداد حسېني٬ يوسف خوشك٬ صوفيا خوشك٬ سحر امداد٬ خواجه رياض حېدر٬ خواجه طارق او ناصرالدين شامل وو۔