اسلام آباد 17 ستمبر(اے پي پي) په لاهور كښې په كارخانه كښې د بوائلر په چاودنه كښې 3 كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي۔ د يو شخصي ټي وي راپور له مخې دا پېښه د لاهور په شاه پور سيمه كښې په نجران كښې په يوه كارخانه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په كارخانه كښې بوائلر ناڅاپي وچاوېدو او د چاودنې په نتيجه كښې د كارخانې چت رانسكور شو۔ په پېښه كښې درې كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي