د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثه وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د چين په پنځه ورځنې دوره لاړو

اسلام آباد 17 ستمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثه وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د چين په پنځه ورځنې دوره لاړو٬ وفاقي وزير به د چين به ګانسو ولايت كښې په سلك روډ انټرنېشنل كلچر اېكسپو كښې ګډون كوي۔ د دې اېكسپو مقصد د پخوانې رېښمو لارې د تړون لرونكو هېوادونو ترمېنځه كلتوري تبادلو ته وده وركول دي۔ په اېكسپو كښې نړيوال مشران٬ د كلتور٬ سېلګرې او د اطلاعاتو وزيرانو پشمول سفارتكار٬ د نړيوالو ادارو مشران او د نړيوالو كلتوري ادارو مهم شخصيات ګډون كوي۔ د اېكسپو په اول ځل د چين په ګانسو ولايت كښې په ډنګ هانګ ښار كښې كېږي۔ په دې موقع به بېلا بېلې دستورې كولې شي او نندارتونونه به هم كېږي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير پروېز رشيد د ګانسو ولايت د ګورنر په بلنه په دې اېكسپو كښې ګډون كوي۔ د اطلاعاتو وزير به بېلا بېلو چارواكو سره ملاقاتونه هم كوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكې مرستې په زياتولو په خبرې كولې شي۔