د وزيراعظم يوتھـ بزنس لون سكيم له مخې تر 30م جون كال 2016م د 8.14 اربه روپو قرض جاري كړے شوے

APP01-16 ISLAMABAD: September 16 – Focal Person to the PM Madam Ayesha Raza chairing the meeting to review the polio campaign in Federal Capital City and issue directions for resources allocation to DHS/ICT. Mayor/Chairman CDA Sheikh Ansar Aziz also present during the meeting. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 16 ستمبر(اے پي پي) د وزيراعظم يوتھـ بزنس لون سكيم له مخې تر 30م جون كال 2016م د 8.14 اربه روپو قرض جاري كړے شوے۔ په دې كښې نېشنل بنك په مجموعي توګه د 7.77 اربه روپې قرض وركړے۔ د پاكستان د دولتي بانك لخوا جاري شوي راپور له مخې د ځوانانو روزګار لپاره پېل كړې شوي د وزيراعظم د دې سكيم له مخې په ټول هېواد كښې تر ټولو زيات قرض د پنجاب ځوانانو ترلاسه كړے چې تناسب ئې 75 فيصده دے۔ نېشنل بانك په دې كښې 96 فيصده قرض جاري كړې او پاتې نورو 17 بانكونو په دې كښې په مجموعي توګه يوازې 4 فيصده برخه جاري كړې۔ په دې قرض كښې 75 فصيده د پنجاب٬ 9 فيصده د خېبر پښتونخوا او د سندھ ٬ ازاد كشمير٬ اسلام آباد او د بلوچستان ځوانانو ته دوه دوه فيصده او په ګلګت بلتستان كښې يو فيصد قرض جاري كړے شوے۔ د راپور له مخې بانكونو 71 زره 644 مكمل خواستونه ترلاسه كړي دي چې پكښې 86 فيصده د نارينه لخوا ديِ٬ د اسلام آباد څخه د مېرمنو خواست كوونكو تناسب 23 فيصده دے او د بلوچستان څخه يوازې 8 فيصده مېرمنو د قرض ترلاسه كولو خواست كړے۔