
اسلام آباد 16 ستمبر ﴿اے پی پی﴾ وزیراعظم محمد نواز شریف د جمعې په ورځ په مهمند اېجنسۍ كښې په جومات د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه كړې په كوم كښې چې بې ګناه وګړي په نښه كړې شوي دي۔ وزیراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي۔ وزیراعظم ووئيل چې د ترهه ګرۍ بزدلانه بريدونه هېواد كښې د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له حكومتي عزم متزلزل كولې نشي۔ وزیراعظم اړوند چارواكو ته امر وكړو چې په پېښه كښې ټپيان شويو ته دې د درملنۍ ښې آسانۍ وركړې شي۔