وزیراعظم محمد نواز شریف د حریت کنفرنس مشرانو سره ملاقات له مظفر آباد ته ورسېد

مظفر آباد 16 ستمبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د حریت کنفرنس مشرانو سره ملاقات له د جمعې په ورځ د آزاد كشمير پايه تخت مظفر آباد ته رسېدلې۔ مظفر آباد ته په رسېدو د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان ، د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدر د وزیراعظم هركلې وكړو۔ د آزاد کشمیر د قانون ساز اسمبلۍ سپیکر شاہ غلام قادر او نور اعلیٰ چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ٬ د كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر ٬د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي ٬د وزيراعظم د سياسي چارو مرستيال ډاكټر آصف کرماني هم وزيراعظم سره دي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د نيويارك خپلې دورې نه وړاندې كشميري مشرانو سره ملاقات كوي او وزيراعظم به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په فورم د كشمير مسئله پورته كوي۔