
پېرس 15 ستمبر (اے پي پي)د خزانې وزير اسحاق ډار سره د زيارت په ورځ د ټوټل كمپنۍ د لوړې كچې پلاوي اسياء بحرالكاهل منطقې لپاره د ټوټل نائب صدر او د پاكستان-فرانس بزنس صدر تهېري په مشرۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هم موجود وو۔ د خزانې وزير پلاوي ته ووئيل چې په خاص اقتصادي زون كښې دې د سرمايه كارې جاج واخستلې شي چرته چې به د پاكستان دولت د زمكې په ترلاسه كولو او نورو چارو كښې ممكنه مرسته كوي۔ په دې موقع د خزانې وزير د تېلو ریفائنریوجوړولو ٬د لمر توان بجلي ګهرو٬ د هائيډل پاور جنرېشن او د معدنياتو لټون موقعو څخه هم پلاوې خبر كړو۔ ده پلاوي ته ووئيل چې خواري كښو لپاره مراعاتي صنعتي ادرې جوړولې شي ولې چې چين كښې د دوي تنخاګانو زياتوالي سره په ډېرو هېوادونو كښې لېبر مراعاتي صنعتونه جوړولو له پاكستان زړه راښكونكې هېواد ګڼي۔ د ټوټل پلاوي پاكستان كښې په سرمايه كارۍ كولو كښې د خوښۍ څرګندونه كولو سره ووئيل كمپني به په اپرېل 2017 كښې د لوړې كچې پلاوې پاكستان ته لېږي دغسې چې د سرمايه كارۍ موقع جاج واخستلې شي ۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل چې حكومت به دوره كوٶنكو ته هر ډول ممكنه مرسته او آسانۍ وركوي۔(