
اسلام آباد 15 ستمبر(اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د فرانس صنعت كار او سرمايه كارې دې په پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي٬ غېر ملكي سرمايه كارې لپاره ځانګړې پېكج معرفي كړې شوې٬ داسې پېكج د منطقې كوم بل هېواد نه وركوي۔ ده دا خبرې په پېرس كښې د اېم اي ډي اي اېف دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اېم اي ډي اېف د فرانس د كاروبار او انټرپرائرائزر فورم دے چې په فرانس كښې ئې د 8 لكو نه زيات غړي دي۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې په پاكستان اروپائي سرمايه كارې لپاره ماحول جوړ شوے۔ په پاكستان كښې غېر ملكي كمپنې ښه منافع كوي او پاكستان غېر ملكي سرمايه كارې لپاره ځانګړې پېكج معرفي كړے كوم چې په ټوله منطقه څوك هم نه وركوي۔ ده ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره زړه راكښونكې هېواد جوړ شوے۔ پاكستان د پرمختګ شرح نمو 4.7 فيصده ترلاسه كړے كومه چې په تېرو 8 كلونو كښې غوره شرح ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لار افغانستان او اروپا سره تړلې شي٬ بايد د فرانس كمپنې د دې څخه استفاده وكړي۔