د پاكستان پشمول د نړۍ په ځينو هېوادونو كښې مسلمانان لويې اختر(نن)په جوش و ولوله لمانځي

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پی پی)د پاكستان پشمول د نړۍ په ځينو هېوادونو كښې مسلمانان لويې اختر(نن)د نهې پھ ورځ په جوش و ولوله او په عقيدت او احترام سره لمانځي۔په پاكستان٬هند٬بنګله دېش٬نيپال او بهوټان او نورو هېوادونو كښې مېشه په كروړونو مسلمانان(نن)د اختر لمونځ ادا كوي او سنت ابراهيمي تر مخه قرباني كوي۔د اسلامي جمهوريه پاكستان ټولو وړو لويو ښارونو٬سيمو او كليو كښې د اختر لمونځ لويې لويې غونډې به كېږي او علماﺀ كرام به د قربانۍ اهميت او مسائل رامخې ته كولو د اتحاد او اتفاق په اړه درس وركوي۔د اختر په لويې لويې اجتماعاتو كښې د هېواد او قام سلامتيا٬پرمختګ٬ څوكالۍ او د كشمير او فلسطين آزادۍ لپاره به خاص دعاګانې كولې شي او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د پاك پوځ قربانيو ته به د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي