د حضرت ابراهيم عليه السلام عظيمه قرباني او د حضرت اسماعيل عليه السلام اطاعت دا څرګندوي چې د الله رضا ترلاسه كول د مومن د ژوند اصل مقصد دے۔اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د لويې اختر په موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې وئېلي دي د لويې اختر 1437 هجرۍ په مهال ګرانو وطن والو له مباركي وركوم او لاس په دعا يم چې رب العزت مونږ ټولو له د ابراهيم عليه السلام سنت په زړه پورې ډول د لمانځلو توفيق راكړي او زمونږ قربانۍ په خپل درباركښې قبولې كړي۔اولس مشر وئيلي دي لويې اختر يوه مهمه ورځ ده او دا د هغه لازواله قربانۍ په ياد لمانځلې شي د كومې مثال چې په عالم انسانيت كښې نه شي موندلې۔ده ووئيل د حضرت ابراهيم عليه السلام عظيمه قرباني او د حضرت اسماعيل عليه السلام اطاعت دا څرګندوي چې د الله رضا ترلاسه كول د مومن د ژوند اصل مقصد دے۔د دې سره سره دا اختر مونږ لپاره د اسلام يو مهم ركن(حج)كولو انعام هم راكوي ۔ ده ووئېل د حج مبارك غوښتنې او د لويې اختر پھ مهال د مسلمانانو د اړخه وركونكې قرباني دا حقيقت څرګندوي چې اسلامي شعار د رنګ٬ نسل يا د قوميت د امتياز نه يو خوا د مسلمانانو وحدت د باوري كولو ذريعه ده او مونږ له د دې تعليماتو ترمخه خپل رښتينې اقدارو او رواياتو ودې له د كومې قربانۍ نه ډډه نه ده پكار۔ده ووئيل د اختر په خوشحالو كښې مونږ له د ترهه ګرۍ ځپلي خپل وروڼه خوائندې هم ياد ساتل پكار دي او په دې سخت وخت كښې هغوي له لاس وركول غواړي۔ده ووئيل زه د ترهه ګرۍ خاتمې له د جنګ كوونكو وسله والو ځواكونو ته او د قانون نافذ كوونكو ادارو له اړخه د امن راوستو لپاره په كوونكو هلو ځلو هغوي ته پیرزونې وړاندې كوم او غواړم چې قام هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي دغسې چې د پرمختګ او څوكالۍ لار هواره شي۔اولس مشر ووئيل مونږ له په خپلو دعاګانو كښې هغه كشميريان وروڼه او خوئندې هم ياد ساتل پكار دي څوك چې دا وخت د جبر او استبداد صعوبتونه زغمي او د خل حق خود اراديت ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ اولس مشر ووئېل هغه ورځ لرې نه ده چې د دوي قربانۍ به رنګ راوړي او په خپلواكه او څوكاله چاپېرچل كښې به اختر ولمانځي