ترهه ګري اسلام او مسلمانانو سره هېڅ تعلق نه لري ٬وګړي د ترهه ګرۍ څخه لرې ساتلو له دې علماﺀ كردار ترسره كړي٬ د كعبې امام شېخ عبدالرحمان السدېس مسجد نمره كښې د حج خطبه

مكه مكرمه 11 ستمبر (اے پی پی)د كعبې امام شېخ عبدالرحمان السدېس وئيلي دي د ترهه ګرو هيڅ مذهب نشته او دا د اسلام سره تړلې كېدے نه شي۔د اتوار په ورځ مسجد نمره كښې د حج خطبه وركولو سره د كعبې امام ووئيل چې لوے څښتن انسان پھ زمكه خپل نائب جوړ كړی۔ ده مسلمانانو ته غږ وكړو چې اے ايمان لرونكو رښتيا او سيدها خبره كوۍ نړۍ به په خپل ټاكلې شوي وخت ختمېږي او اخرت تل لپاره دے٬ د لوے څښتن په احكاماتو عمل كولو سره د نړۍ او آخرت كاميابي ترلاسه كېږي۔ده ووئيل لوے څښتن چې مونږ له كوم نعمتونه راكړي د هغې ځواب به د قيامت په ورځ غوښتلې شي۔ده ووئيل لوے څښتن پھ زمكه دين نافذولو له انبيائے كرام رالېږلي۔لوے څښتن د مسلمانانو لپاره دين اسلام منتحب كړے ځكه چې د دې نه بل كوم رښتينې دين نشته۔لوے څښتن پھ مسلمانانو دا ذمه واري لګولې چې هغوي پھ زمكه د لوے څښتن نظام نافذ كړي۔ده ووئيل نبي كريم(ص)په نن ورځ خطبه فرمائېلې وه او د عدم او انصاف احكامات يې فرمائيلې وو۔په دې ورځ لوے څښتن نبي كريم(ص) ته فرمائيلي وو چې ستا لپاره دين بشپړ شو۔ده ووئيل د نړۍ مسلمانان د يو جسم پشان دي٬ خپلو كښې اتفاق او اتحاد پيدا كړئ۔ ده ووئيل حضور(ص) فرمائيلي چې نورو مسلمانانو ته تكليف وركونكې زمونږ څخه نه دي چا چې دوكهه وكړه هغه زمونږ څخه نه دي۔د لوے څښتن څخه يره لرونكې لوے څښتن ته تر ټولو نزدې دے۔مسلمانان دې د يو بل سره ظلم او زياتې نه كوي۔ده ووئيل د مور او پلار نافرماني مه كوئ تر ټولو زيات حقونه د نزدې رشته دارو دي۔د اسلام بنيادي تعليماتو په اړه د كعبې امام وفرمائيل چې عدل او انصاف د اسلام د سر تاج دے۔په عدل كښې خېر دے٬حضور پاك(ص)د ټول كائنات لپاره رحمت جوړیدو سره رالېږلې شوے وو۔ده ووئيل بايد مسلمانان د ښه اخلاقو سره د ټولو مسئلو حل راوباسي۔يو بل ته د كتلو په ځاې ټولې چارې پخپله ترسره كړي۔د ترهه ګرۍ په حقله د كعبې امام فرمائيلي چې نړۍ دا وخت د بېل ډول ترهه ګرۍ فتني سره مخ ده٬ترهه ګري د كوم هم قام يا دين سره تړلې كېدې نه شي٬د ترهه ګرۍ د اسلام او د مسلمانانو سره هېڅ تعلق نشته٬ترهه ګر د چاودنو او قتل د لارې د مسلمانانو د كمزورې كولو هڅه كوي٬وګړي د ترهه ګرۍ څخه لرې ساتلو له دې علماﺀ كردار ترسره كړي٬علمائے كرام دې وګړي يو بل ته رانزدې كړئ۔د كعبې امام ووئيل چې دا وخت تر ټولو لويه مسئله د فلسطين ده٬مسجد اقصٰی زمونږ وړومبنۍ قبله وه بايد د هغې آزادۍ لپاره هلې ځلې وكړی شي دغسې په سوريه كښې هم وګړي ستونزو سره مخ دي۔ده ووئيل لوے څښتن يو دے٬د لوے څښتن رسول يو دے٬زمونږ كتاب يو دے بايد مونږ د فرقه واريت څخه خپل ځان لرې وساتو٬د لوے څښتن رسي مضبوطه ونيسو٬مونږ خپلو كښې فرقه واريت ختمولو سره اتحاد پېدا كړو۔ده ووئيل پھ يو مسلمانان د بل مسلمانان عزت٬مال او وينه حرام ده٬د يو انسان قتل د ټول انسانيت قتل دے۔ده ووئيل چا چې يو انسان بچ كړو هغه ټول انسانيت بچ كړو٬ظلم او زياتې كونكې به د آخرت په ورځ ځواب وركوي٬فساد خپرونكي دې په سمدستي توګه خپله انجام ته ورسولې شي۔د كعبې سپكاوي په اړه د كعبې امام وفرمائيل د لوے څښتن كور د امن ځاې دے دلته راتلونكو ته امن ترلاسه كېږي٬لوے څښتن د حرمين شريفين او پاكو ځايونو د حفاظت ذمه واري اخستې٬لوے څښتن دې د حرم د حدونو حفاظت وكړي۔ده ووئيل حج كونكي دې د لوے څښتن مننه وكړي٬د حج سره لوے څښتن حج كونكي د ټولو ګناهونو څخه پاكوي۔ده ووئيل د حج مناسك ادا كولو په وخت د ټولو مناسكو خيال وساتئ او په اطمينان سره د حج مناسك ادا كړئ۔حج كونكي دې په نبي كريم(ص)درود اووائي ځكه چې درود تر ټولو ښه عمل دے۔د حج حطبې نه پس د كعبې امام دعا وكړه چې لوے څښتن دې د مسلمانانو عبادت قبول كړي٬لوے څښتن دې مسلمانانو له روغ صحت وركړي او ټولو مړو شويو مسلمانانو له دې د خپل رحم په پلو كښې ځاې وركړي۔ده ووئيل لوے څښتن دې ټول حكمرانانو له په صحيح معنو د مسلمانانو د خذمت كولو توفيق وركړي۔