اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت خپل اوسنې دور كښې پرله پسې درې وارې د جنرل او پارلماني غړو د ټیکس ډائریکټریز شائعه كولو اعزاز ترلاسه كړې۔ دغسې پاکستان ټیکس ډائریکټریز شائعه كونكې د نړۍ څلورم هيواد جوړ شوے ، كال 2013 او 2014 جنرل او پارلماني غړو ټیکس ډائریکټریز پرله پسې اشاعت نه پس د كال 2015 ټیکس ډائریکټریز هم جاری کړې شوي۔ وړومبني ټیکس ډائریکټری كښې 7 لکھ 21 زره ، دوهمې ټیکس ډائریکټری كښې 8 لکھ 56 زره دغسې په دريمه ډائریکټری كښې د 10 لکھ 74 زره ټیکس وركونكو ریکارډ وړاندې كړې شوے۔ دې نه وړاندې پاكستان كښې د ټيكس ډائریکټریز جاری کولو روایت نه وو خو اوسني حکومت ګڼ اصلاحاتی اقدامات کړي حكومت د ټیکس وركونكو په اړه معلومات عام کولو په لړ كښې د ټیکس ډائریکټریز شائع کولو اعلان هم كړې وو په كوم چې د تيرو درې كلونو راهېسې پرله پسې عمل كېږي۔ فیډرل بورډ آف ریونیو د اړخه جارې شوي كال 2015 لپاره د پارلماني غړو ټیکس ډائریکټری له مخې وزیر اعظم محمد نواز شریف 21 لکھ 95 زره 341 روپۍ ټیکس جمع کړے۔ د پاکستان تحریك انصاف چیئرمین عمران خان 76 زره 244 روپۍ، د جے یو آئی ف مشر امیر مولانا فضل الرحمٰن 49 زره 902 روپۍ، قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې شمر خورشید شاہ يو لاکھ 13 زره 470 روپۍ، د جماعت اسلامی امیر سراج الحق 51 زره 343 روپۍ، د مسلم لیګ ق پرویز الٰهی 14 لکھ 3 زره 947 روپۍ، د عوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید 3 لکھ 12 زره 383 روپۍ،د قامی وطن ګوند مشر آفتاب شیر پاؤ 17 لکھ 23 زره 273 روپۍ دغسې د اېم کیو اېم لارښود فاروق ستار 67 زره 639 روپۍ ټیکس قامی خزانه كښې جمع کړې دے۔دې نه ځانله د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار 39 لکھ 13 زره 778 روپۍ، د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان 8 لکھ 47 زره 662 روپۍ، د دفاع وفاقي وزیر خواجه آصف 4 لکھ 66 زره 630 روپۍ، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر پرویز رشید يو لاکھ 6 زره 105 روپۍ، خواجه سعد رفیق 29 لکھ 57 زره801 روپۍ، رانا تنویز حسېن 4 لکھ 2 زره 628 زره روپۍ، احسن اقبال يو لاکھ 6 زره 897 روپۍ، شاهد خاقان عباسی 21 لکھ 38 زره 530 روپۍ، ریاض پیرزادہ 3 لکھ 16 زره 740 روپۍ، بلیغ الرحمٰن 6 لکھ 88 زره 567 روپۍ، طارق فضل چوهدری 34 زره 662 او انوشه رحمٰن 78 زره 534 روپۍ ټیکس وركړې۔ دغسې د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق 13 لکھ 73 زره روپۍ، د سېنېټ چیئرمېن رضا ربانی نے 7 لکھ30 زره 107 روپۍ، سناتور ظفرالحق يو لاکھ 8 زره 524 روپۍ، اعتزاز احسن 2 کروړه 49 لکھ 31 زره 890 روپۍ، جهانګیر خان ترین 3 کروړه 76 لکھ 7 زره 528 روپۍ، فاروق ایچ نائیك يو کروړ 35 لکھ 27 زره 588 روپۍ او طلحه محمود يو کروړ 40 لکھ 28 زره 818 روپۍ جمع کړي۔ د پنجاب وزیراعلٰی شهباز شریف 76 لکھ 9 زره 60 روپۍ، د وزیر اعلٰی بلوچستان ثناء اللہ زهری 12 لکھ 83 زره 774 روپۍ، د خېبر پښتونخوا وزیر اعلٰی پرویز خټك 7 لکھ 66 زره 480 روپۍ، د سندھ وزیر اعلٰی مراد علی شاہ 6 لکھ 61 زره 661 روپۍ ټیکس وركړې دے۔ كال 2015 په مهال تر ټولو زيات ټیکس د فاټا څخه سناتور تاج محمد آفریدی 4 کروړه 17 لکھ 12 زره 425 روپۍ جمع کړې دے۔ دا خبره دې ياده وي چې ټیکس ډائریکټریز د اېف بی آر په ویب پاڼه موجود دے۔