واشنګټن 07 ستمبر(اے پي پي) امريكې د پاكستان لخوا په پاك افغان پوله د ترهګرو په ضد په عملياتو د اطمينان څرګندونه كړې او دا عمليات ئې د ډاډ وړ ګرځولي دي۔ د امريكې په خارجه محكمه كښې د يو بريفنګ په مهال د خارجه محكمې وياند مارك ټونر د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې د پاكستان انتظاميې د ترهګرو د ختمولو د عزم تائيد كړے او د …
امريكې د پاكستان لخوا په پاك افغان پوله د ترهګرو په ضد په عملياتو د اطمينان څرګندونه وكړه

مزید خبریں
واشنګټن 07 ستمبر(اے پي پي) امريكې د پاكستان لخوا په پاك افغان پوله د ترهګرو په ضد په عملياتو د اطمينان څرګندونه كړې او دا عمليات ئې د ډاډ وړ ګرځولي دي۔ د امريكې په خارجه محكمه كښې د يو بريفنګ په مهال د خارجه محكمې وياند مارك ټونر د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې د پاكستان انتظاميې د ترهګرو د ختمولو د عزم تائيد كړے او د پاكستان د عملياتو په نتيجه كښې د ترهګرو حوصلې ماتې شوې دي٬ مونږ هيله لرو چې دا عمليات به روان وي۔ ده ووئيل چې د اوباما انتظاميه د ترهګرو په ضد د پاكستان په اقداماتو مطمئن ده او په دې لړ كښې به پاكستان سره مرسته روانه وساتي چې دغسې په ترهګرو فشار لا زيات كړے شي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد شريك عمليات او مرسته د پاكستان او افغانستان دواړو په ګټه ده۔ ده ووئيل چې امريكا دا ټول اقدامات په منطقه كښې د امن او استحكام په نظر ګوري۔ مونږ خواهش لرو چې پاكستان په دې لړ كښې موثر كردار ترسره كړي او چې افغان دولت د دې جوګه كړے شي چې هغه د خپلو وګړو او پولو حفاظت وكړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې امريكا د پاكستان نه د ټولو ترهګرو ډلو په ضد د كاررائې كولو غوښتنه كوي او په دې لړ كښې بهتري راغلې۔








