
اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز قامی اسمبلۍ ته وئيلي دي تيرو دوه كلونو كښې پاکستان د 9 لکھ 50 زره غير ملكيانو اقامې نوې كړي دي ٬ سعودی عربستان كښې دا مهال 1448 پاکستانیان زندان كښې پراته دي ٬دغسې 5500 د استوګنې اجازې او د اقامې نوې كولو ستونزو سره مخ دي۔ د ګل پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښی د پوښتنو دمې په مهال د پی ټی آئی مراد سعید د پوښتنې په ځواب سرتاج عزیز ووئيل د سعودی عربستان پھ زندانونو كښې 1448 پاکستانیان بنديوان دي۔5500 د استوګنې اجازې او د اقامې نوې كولو ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل د سعودی عربستان پھ زندانونو كښې پاکستانیانو له اسانۍ وركړې كېږي ۔ حکومت سعودی كښې د ګيرو پاکستانیانو ډاډګيرنې له خپل وزیر لېږلې او د هغوي كورنيو له ئې سړي سر 50 زره روپۍ وركړې دي ۔ پھ دې اړه به كمېټۍ كښې بریفنګ وركولې شي ۔ ده ووئيل د سعودی حکومت د پاکستان مرسته كوي۔