د زغم لرلو او د سوله ايز سباٶن پېغام وركول لپاره دې عطيات انسانيت سره مينه كوونكو او زده كړې كوٶنكو باندې خرڅ كړې شي

APP14-05 RAWALPINDI: September 05 – Federal Minister Information, Broadcasting and National Heritage Senator Pervaiz Rashid addressing during a function to mark the International Day of Charity at Al-Shifa Eye Trust Hospital. APP photo by Abid Zia

پېنډۍ 05 ستمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي د زغم لرلو او د سوله ايز سباٶن پېغام وركولو لپاره دې عطيات انسانيت سره مينه لرونكو او د زده كوٶنكو په زده كړو خرڅ كړې شي چې ورسره به نه يوازې پاكستان كښې بلكې منطقه كښې امن راشي، ھغه كسانو له دې عطيات ورنه كړې شي څوك چې ټولنه كښې كركې ٬ انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ له وده وركوي۔د ګل په ورځ د عطياتو نړيوالې ورځ په مهال د الشفاء آئي ټرسټ تر سېوري لاندې سېمينار خپله وېنا كښې وفاقي وزير شتمندو او ډونرز ته ووئيل د داسې تنظيمونو مرسته ونه كړې څوك چې خلق په خاص توګه ځوانان د كركې نظريې د لارې ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ پلو راغب كوي۔ ده ووئيل د سترګو درملنې لپاره د الشفاء آئي ټرسټ روغتون خدمات د ستائنې وړ دي څوك چې د بې وزله خلقو ويړيا درملنه كوي۔ده شتمندو ته ووئيل د ھغه ادارو مرسته وكړئ څوك چې د انسانيت خدمت او د سماجي خرابو په ضد جنګ كوي۔ ده ووئيل د عطيات وركولو په وخت دا خبره باوري كړئ چې د بې وزله او مستحقو كسانو خېر ښګړې ته پام لرنه وشي او د تند خوښۍ او په قام فرقه واريت ٬ نسل او د ژبې په بنياد وېشونكو لپاره ونه كارولې شي۔ده ووئيل د مرګ نه پس سترګې عطيه كول پكار دي دغسې چې دړد مندو ته ګټه ورسي ۔ وفاقي وزیر ووئيل د عطيات وركوٶنكو ډونز او تنظيمونو ترمېنځه رابطو ته اړتيا ده او عطيات انسانيت سره مينه لرونكو او د زده كوٶنكو په زده كړو خرڅ كول پكار دي چې ورسره به نه يوازې پاكستان كښې بلكې منطقه كښې امن راشي۔دې څخه وروستو وفاقي وزير د قامي ورثه په نګرانۍ كښې د روان پراجېكټ پاكستان پېس كولېكټو لخوا الشفاء آئي ټرسټ ته د مرستې چېك وركړو۔ سېمینار ته د الشفاء آئي ټرسټ صدر لېفټېننټ جنرال (ر) حامد جاوېد ،د میډیکل سروسز چیف واجد علي او د پاکستان پیس کولیکټو سي اي او بشریٰ تسکین هم وېنا وكړه۔