وزیراعظم محمد نوازشریف د تركيه سرمايه كارو له د پاكستان انفراسټركچر او توان په اړه د سرمايه كارۍ بلنه وركړه

APP26-02 ISLAMABAD: September 02 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif in a meeting with delegation lead by Chairman Foreign Economic Relations Board Turkey (DEIK) Omer Cihad Vardan at PM House. APP

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف د تركيه سرمايه كارو له د پاكستان انفراسټركچر او توان په اړه د سرمايه كارۍ بلنه وركړې ده ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د ترکیې د خارجه اقتصادي اړيكو بورډ چيئرمېن عمر چيهاد وردان سره وكړې څوك چې د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شريف د تركيې اوسنۍ دورې نه پس د پاكستان تركيه بزنس كفنرنس كښې ګډون لپاره پاكستان ته راغلے دے۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان او ترکیې تل په سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې٬ دواړه ورونړه هېوادونه شريك تاريخ لري او دوي له خپلې اړيكې په هر اړخ قوي كول دي۔د ترکیې د خارجه اقتصادي اړيكو چیئرمېن د دواړو هېوادونو ترمېنځِه اړيكو قوي كولو له د وزیراعظم نوازشریف د قیادت ستائنه وكړه ۔په دې موقع د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان٬ د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او د سرمايه كارۍ بورډ چيِئرمېن مفتاح اسماعیل هم موجود وو۔