په ټوله نړۍ كښې په وړومبي ځل د كډوالو شمېره د شپږ نيم كروړو نه زياته شوې۔ ملګري ملتونه

جنېوا 13 اګست (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په ټوله نړۍ كښې په وړومبي ځل د كډوالو شمېره د شپږ نيم كروړو نه زياته شوې۔ د كډوالو دا شمېره د ټولې نړې د انسانانو د شمېرې د يو فيصد نه زياته ده۔ د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وئيلي دي چې په وړومبي ځل د كال 2015م تر پاې د كډوالو شمېره د 6 كروړو نه زياته ريكارډ كړې شوې وه۔ په دې كډوالو كښې د ډېرو تعلق سوريې٬ فلسطين او افغانستان سره دے۔