سپېن د كوئټې پېښه په سختو ټكو وغندله

اسلام آباد ۔ 12 اګست (اے پی پی)سپېن د سول روغتون كوئټه كښې د رامخې ته شوې ترهه ګرۍ پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې او د دې په نتيجه كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړې۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د سپېن حكومت د دې لوظ پخلې هم وكړو چې د ترهه ګرۍ ختمولو له به د پاكستان مرسته روانه ساتلې شي۔ سپېن د ژوبل شويو زر روغتيا له هم د خپلو نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔