د ناكامه پوځي بغاوت څخه وروستو رابللې شويو سفارتكارو كښې 32 تر دې دمه بې دركه دي۔ ترك خارجه وزير

انقرہ۔ 12 اګست (اے پی پی) تركيه وئيلي د ناكامه پوځي بغاوت څخه وروستو رابللې شويو سفارتكارو كښې 32 تر دې دمه بې دركه دي ۔ دا خبره د تركيه خارجه وزير مولوكوسګلو د ايران خارجه وزير جواد ظيف سره په ګډه خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل د ناكامه پوځي بغاوت څخه وروستو تركيه 208 سفارتكار بېرته رابللې وو ولې دوئي كښې 32 تر دې دمه بې دركه دي۔ ده ووئيل مونږ په د اړه اطلاعاتو لرو چې بې دركه سفارتكار نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي