د افغانستان چیف ایګزیکټیو عبداللہ عبداللہ په اشرف غنی ښكاره تنقید

کابل 12 اګست (اے پی پی) د افغانستان حکومت چیف ایګزیکټیو عبداللہ عبداللہ په اولس مشر اشرف غنی ښكاره تنقید کولو سره وئيلي چې هغه د حکومت کولو هيڅ حق نه لري او هغه په ګډه كار كولو یا د ټاكنو اصلاحاتو ته عملی شکل وركولو كښې ناکامه شوې۔ واېس آف جرمنی له مخې په ټي وي نشر شوې دې بیان د عبداللہ عبداللہ او اشرف غنی ترمينځه پټ روان اختلافات رامخې ته كړي۔ دې بیان په 2014ء كښې جوړ شوې د قامی حکومت استحکام په اړه نوې پوښتنې پيدا كړي۔ عبداللہ عبداللہ به دا ګيله كوله چې ګټه وره پريكړې ما سره د مشاورت نه غير كېږي۔ هغه دا هم وئيلي چې اولس مشر غنی مغرور انسان دے او د هيواد د خراب صورت حال نه هم ناخبره دے۔ دوه كاله وړاندې صدارتی ټاكنو كښې دواړو كانديدانو اشرف غنی او عبداللہ عبداللہ د خپل خپلې کامیابۍ ادعاګانې كولې