سوريه ٬ حلب كښې نښتې روانې دي

دمشق 08 اګست (اے پي پي) د سوريې په حلب ښار كښې د حكومتي ځواكونو او عسكريت خوښو ترمېنځه سختې نښتې روانې دي٬ دې څخه وړاندې ياغيانو ادعا كړې وه چې په حلب كښې مو د حكومت محاصره ماته كړې۔ حكومتي ځواكونو د ياغيانو په ژالو د بمبارۍ لړۍ روانه ساتلې ده۔د سوريې ځواكونو او اتحادي ملېشيا ډلو د جولائي په 17مه نيټه ښار محاصره كړې ٶ چې له مخې ئې په حلب ښار د قابضو ياغيانو لويديز او ختيزو سيمو سره رابطه ختم شوې وه ۔