د روسیې اولس مشر سره د دوه اړخيزه اړيكو په اړه خبرې به ډېرې زر پېل شي۔رجب طيب اردوان

انقرہ 08 اګست (اے پي پي)د ترکیې اولس مشر رجب طيب ارودان هيله څرګنده كړې چې د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن سره به ډېرې زر خبرې پېل شي چې مقصد ئې روسيې سره اړيكې ښه كول دي۔ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل دا به يوه تاريخي دوره وي چې له مخې به ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو نوې دور پېل شي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه په ګډه د منطقې امن او سلامتيا بحالولو له مهم كردار ترسره كولې شي ۔ د يادونې وړ ده تركيه كښې د ناكامه پوځي بغاٶت نه پس اولس مشر رجب طيب اردوان امريكې او لوېديزو هېوادونو نه خفه دے ۔