سوډان ٬ د سېلاب په نتيجه كښې 76 كسان مړه ٬ يو شمېر نور ژوبل

خرطوم ۔ 6 اګست (اے پی پی) سوډان كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب صورتحال رامخې ته شوې چې په نتيجه كښې ئې 76 كسان مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ په نيل درياب كښې د اوبو كچه تر خطرناك حد پورته شوې چې په نتيجه كښې يو شمېر ودانۍ هم پرېوتلې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې كال 2013 كښې هم د راغلې دې ډول سېلاب په نتيجه كښې 70 كسان مړه او 5 لكھه نور ځپلې شوې وو۔ د چارواكو وېنا ده چې هېواد كښې د بنيادي اډانې د كمي په سوب د سختو بارانونو په نتيجه كښې د راتلونكو سېلابونو مخنيوي له تګلار وضعه كول مشكل دي۔