وزیراعظم محمد نواز شریف سره د ترکمانستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي ترکمانستان، افغانستان، پاکستان، هند ګاز پائپ لائن (تاپی) ټولې منطقې له د اهميت وړ منصوبه ده ٬ د منصوبې زر ترسره كېدو سره به د توان امنيت او د سيمه ايزې سوكالۍ مشتركه مقاصد ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي ۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ترکمانستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي سره …

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي ترکمانستان، افغانستان، پاکستان، هند ګاز پائپ لائن (تاپی) ټولې منطقې له د اهميت وړ منصوبه ده ٬ د منصوبې زر ترسره كېدو سره به د توان امنيت او د سيمه ايزې سوكالۍ مشتركه مقاصد ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي ۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د ترکمانستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان د ګاز حاجت ترسره كولو نه علاوه دا منصوبه به سيمه كښې په اقتصادي او سياسي لحاظ سره هر اړخ له مرستياله وګرځي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان او ترکمانستان تر مېنځه د پارلماني پلاويو وخت په وخت تګ راتګ سره به دواړو هېوادونو كښې د جمهوريت استحكام له هم مرسته ترلاسه شي ۔ده ووئيل پاکستان او ترکمانستان د ملګرتيا اړيكې لري خو د دوه اړخيزه اړيكو دائره او په خاص توګه اقتصادي روابط لا زياتول غواړي۔ ده ووئيل د پارلمانونو ترمېنځه بايد رابطې لا زياتې كړې شي ۔ وزیراعظم د ترکمانستان د آزادی په 25مه كليزه د ترکمانستان اولس مشر قربان ګلی بردي محمددوف او د ترکمانستان اولس له مباركې وركړه او د ترکمانستان اولس مشر لخوا د نېكو هېلو په ځواب ئي هم د دغه رنګ جذباتو څرګندونه وكړه ۔ د ترکمانستان د پارلمان چیئرپرسن پاکستان كښې د پلاوي په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه او د ترکمانستان اولس مشر قربان ګلی بردی محمددوف لخوا ئې وزیراعظم محمد نواز شریف ته په كاميابه سرجرې مباركي وركړه ۔ دې ووئيل د ترکمانستان اولس مشر په ذاتي توګه د بېلا بېلو منصوبو نګراني كوي دغسې چې د ښه معيار له مخې په وخت ترسره كړې شي ۔د ترکمانستان د توان نائب وزیر تاج محمد غلام محمدی دوف په دې موقع ووئېل تاپي ګاز پائپ لائن منصوبه د كال 2019 تر پائي ترسره كړې شي ۔د ترکمانستان په پلاوي كښې د پارلمان نائب چيئرمېن مقست باب ییف، پاکستان كښې د ترکمانستان سفیر عطاد جان اېن مولا موف اود پارلمان نور غړي شامل وو ۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، د وزیراعظم د خارجه چاور مرستيال طارق فاطمي، د قامي اسمبلۍ غړې شکیله لقمان او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔