حكومت د اقتصادي شرح نمو زياتولو عزم لري ٬ دې مقصد ترلاسه كولو له به د توان پشمول ټولې آسانۍ باوري كولې شي۔د اسحاق ډار غونډې ته وېنا

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي حكومت د اقتصادي شرح نمو زياتولو عزم لري او دې مقصد ترلاسه كولو له به د توان پشمول ټولې آسانۍ باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل هېواد كښې په سكرو د چلېدونكو د بېلو منصوبو د مالي چارو جاج اخلو۔وفاقي وزير ته په دې موقع د اوبو او برېښنا وزارت نمائندګانو د بېلو پروژو په پېشرفت برېفنګ وركړو۔د رېلوے وزارت استازو وفاقي وزير د سكرو ټرانسپورټېشن انتظاماتو او نور چارو نه خبر كړو۔وفاقي وزير د دې منصوبو د مالي چارو جاج واخست او تر اوسه په دې لړ كښې د مالي چارو په پېشرفت ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دا منصوبې په وخت بشپړولو له به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي او دې سره سره به په منصوبو كښې سپېځلتيا هم باوري كولې شي۔ده ووئيل د توان منصوبې د هېواد پرمختګ ګړندې كولو له مهم كردار لري۔