دولسم اسلامي اقتصادي فورم به جكارته كښې پېل كېږي

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) دولسم نړيوال اسلامي اقتصادي فورم به د اګست 2مې نه تر 4مې نيټې د انډونيزيا په پايه تخت جكارته كښې كېږي۔د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير به فورم كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔وزيراعظم محمد نواز شريف په خپل ځائ د تجارت وزير خرم دستګير ګډون كولو له نامزد كولو او ھغه ته د اسلامي نړۍ د اقتصادي وضعې او موقعو پحقله د جاج …

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) دولسم نړيوال اسلامي اقتصادي فورم به د اګست 2مې نه تر 4مې نيټې د انډونيزيا په پايه تخت جكارته كښې كېږي۔د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير به فورم كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔وزيراعظم محمد نواز شريف په خپل ځائ د تجارت وزير خرم دستګير ګډون كولو له نامزد كولو او ھغه ته د اسلامي نړۍ د اقتصادي وضعې او موقعو پحقله د جاج وړاندې كولو وئيلي وٶ۔ وفاقي وزير به د انډونيزيا اولس مشر او د ملايئشيا وزيراعظم ته د وزيراعظم نواز شريف چټۍ رسوي چا چې د پاكستان وزيراعظم ته فورم كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔د فورم په موقع به د تجارت وزير د اسلامي هېوادونو استازو سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي