پاکستان يو زمه وار اتومي طاقت دے كوم چې نړۍ د اتومي وسلو نه د پاكولو ٬د اتومي وسلو نه خپرولو٬ اتومي آسانۍ او سټاك له د كوټليو حفاظتي انتظاماتو مرسته كوي

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي پاکستان اتومي طاقت لرونكې يو ذمه وار هېواد دے او نړۍ د اتومي وسلو نه د پاكولو ٬د اتومي وسلو نه خپرولو٬ اتومي آسانۍ او سټاك له د كوټلېو حفاظتي انتظاماتو مرسته كوي٬ بايد د نيوكليئر سپلائرز ډلې په لړ كښې يو هېواد خوښولو او د نورو سره امتيازي سلوك ونه كړې شي ٬ نړيواله …

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي پاکستان اتومي طاقت لرونكې يو ذمه وار هېواد دے او نړۍ د اتومي وسلو نه د پاكولو ٬د اتومي وسلو نه خپرولو٬ اتومي آسانۍ او سټاك له د كوټلېو حفاظتي انتظاماتو مرسته كوي٬ بايد د نيوكليئر سپلائرز ډلې په لړ كښې يو هېواد خوښولو او د نورو سره امتيازي سلوك ونه كړې شي ٬ نړيواله ورورولي او د اسيائي پارلماني اسمبلۍ غړيو هېوادونو له به د جارحيت او نا انصافيو خاتمې له خپل كردار تر سره كول وي ۔د نهې په ورځ د اسيائي پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او غوره پرمختګ چارو پحقله د كمېټۍ غونډې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل پاکستان په نړۍ كښې په عمومي او منطقه كښې په خاص توګه د امن او سوكالۍ عزم لري ۔ده ووئيل مونږ منطقه كښې د وسلو په زغل كښې نه اودرېږو ٬ مونږ د خپل امنيت نه بې غور نه يو او د دغې باوري كولو له هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوو ۔ د نیوکلیئر سپلائرز ګروپ پحقله خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل په دې لړ كښې يو هېواد خوښولو او نورو سره بائد امتيازي سلوك ونه كړې شي ٬ نړيوالې پاليسۍ بې پرې ٬ په انصاف او په برابرۍ اډانه پكار دي۔ ده زياته كړه د پاكستان حكومت او اولس د ترهه ګرۍ او انتها خوښې لعنت خاتمې له عزم لري او په قامي اتفاق د ترهه ګرۍ په ضد پېل كړې شوي ضرب عضب عملياتو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه شوې ۔ده ووئيل اسياء سوله ايزه او جمهوري جوړلو له د فلسطین او کشمیري اولس حالت نه سر غوړونه نشي كېدې۔د په نړيواله ورورولۍ او د ايسائي پارلماني اسمبلۍ په غړيو هېوادونو زور رواړو چې د جارحيت او نا انصافيو خاتمې له به خپل كردار ترسره كول وي ۔ده ووئيل پاكستان منطقه كښې په جمهوريت ٬ امن ٬ امنيت او پرمختګ باور لري۔ده ووئيل مونږ په ولوله او د پرله پسې هلو ځلو د لارې اسيائي هېوادونه په يو پلېټ فارم راغونډلو او متحده پارلمان جوړولو په لړ كښې كاميابېدې شو۔