راجه ظفرالحق د آسيا پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او پرمختيائي قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكل شو

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د آسيا پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او پرمختيائي قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكل شو۔په دې موقع راجه ظفرالحق ووئيل چې د منطقې جامع سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره كار كول زموڼږ شريكه ذمه واري ده۔ده ووئيل چې د قائمه كمېټۍ غونډې د آسيا مربوط او موثر پرمختګ لپاره په شريكه د كار كولو موقع وركړې۔ده هيله …

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د آسيا پارلماني اسمبلۍ د اقتصادي او پرمختيائي قائمه كمېټۍ چيئرمېن وټاكل شو۔په دې موقع راجه ظفرالحق ووئيل چې د منطقې جامع سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره كار كول زموڼږ شريكه ذمه واري ده۔ده ووئيل چې د قائمه كمېټۍ غونډې د آسيا مربوط او موثر پرمختګ لپاره په شريكه د كار كولو موقع وركړې۔ده هيله څرګنده كړه چې ګډون كونكي به آسيائي هېوادونو ته د ورپیښو مسئلو حل لپاره ګټور تجويزونه وړاندې كړي۔