اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دې څلورو واړو صوبو د الېكشن كميسون د غړيو ناموې توثيق كړې دې٬په دې اړه وزيراعظم محمد نواز شريف ته خط ليكلې شوې٬ كه د عمران خان په تجربو انحصار وكړی شي نو د پاكستان الېكشن كميسون به چرې هم جوړ نه ؤ او كه جوړ ؤ نو هغه به نيمګړې ؤ ځكه چې تراوسه د هغه د خپل ګوند الېكشن كميسون بشپړ نه شو۔د الېكشن كميسون د غړيو نامو ته حتمي شكل وركړې شوې۔د الېكشن كميسون په دغه غړو كښې به دوه تر دوه نيمو كلونو او دوه د پنځو كلونو لپاره وي٬ د مودې پريكړه به د قرعه اندازۍ د لارې كېږي۔د ګل پھ ورځ چيف الېكشن كمشنر او د الېكشن كميسون غړو تعينات كولو لپاره پارلماني كمېټۍ غونډه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد په مشرۍ كښې په پارلېمنت هاؤس كښې وشوه۔د غونډې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې كمېټۍ د څلورو غړو د نامو د بلوچستان څخه جسټس(ر)شكيل احمد بلوچ٬ سندھ څخه(ر)وفاقي سېكتر غفار سومرو٬د خېبرپښتونخوا څخه جسټس(ر) ارشاد قيصر٬پنجاب څخه جسټس(ر) ابراهيم قرېشي نامو منظوري وركړې