سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ دوه ورځنۍ سركاري دوره مصر ته ورسېد

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف پھ دوه ورځنۍ سركاري دوره د ګل په ورځ مصر ته رسېدلې دې ۔د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال عاصم سليم باجوه له مخې قاهرې ته په رسېدو سرلښكر ته د مصر پوځ هېډكوآرټر كښې ګارډ آف آنر وركړی شو۔هغه د مصر سرلښكر او د دفاع وزير سره جلا جلا ملاقاتونه كړي چې پكښې د پاكستان او مصر پوځ ترمينځه په اړيكو٬دفاعي او امنيتي مرسته خبرې اترې شوې۔د مصر لارښودو د پاك پوځ ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د تجربې څخه په استفاده كولو او په خاص توګه د آئي اي ډي مخ نيوي له خوښي ښكاره كړه۔