افغان كډوال پاکستان لپاره يو لوئې چیلنج دے

اسلام آباد 25 جولائی (اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف د افغانستان اولس مشر اشرف غنی لخوا په پاکستان د اوسني بريد تور رد كولو سره وئيلي دي د افغانستان حکومت دې د تورونو لګولو په ځائې پاکستان كښی د شته افغان كډوالو ستنيدو ته پام لرنه وكړي ‘ افغان كډوال پاکستان لپاره يو لوئې چیلنج دے ‘ افغان پوله محفوظولو نه غير پاکستان پھ ترهه ګرۍ قابو نه شي موندلے ‘ د قامی سلامتی چارو سلاحكار د ايران تږ مهم دے ‘مقبوضه کشمیر كښې هندي ظلمونه په نړيوال فورمز پورته كوو ٬ هند سره بیك ډور یا په ټریك ټو هيڅ رابطې نه لرو ، مقبوضه کشمیر كښی د هندي ظلمونو په ضد ملګرو ملتونو ‘ او آئی سی پشمول په نړيوال فورم به غږ پورلته كوو ۔ ده د ګل پھ ورځ د دفاع وزير خواجه آصف د دفاع لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډې او دې نه پس ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل پاکستان كښی د کوئټې شوری د دفترو تورونه هيڅ جواز نه لري ‘ پاکستان كښی دا مهال ګڼ شمېر افغان كډوال موجود دي او هغه د پاکستان لپاره يو لئې چیلنج دے ‘ ده ووئيل كه دا ټول كډوال خپل هيواد ته ستانه شول نو د پاکستان زيات معاملات به تر ډيره حده ښه شي ‘ ده ووئيل دې نه پس كه څه تور ولګولې شو نو پاکستان ئې ښھ ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل حکومت د افغانستان سره د پولې محفوظولو پريكړه كړي او په دې غرض به په طورخم ور هم لګولې شي ‘ ټول هېوادونه د خپلو پولو انتظام ښه كولو حق لري او مونږ دغه حق کاروو۔