په طور خم د ور لګولو كار به په 01 اګست بشپړ شي

اسلام آباد 25 جولائی (اے پی پی) د پاكستان حکومت لخوا د پاكستان افغانستان سره په پوله طور خم كښې د امنيت ټينګولو ‘ تږ راتږ مانېټرنګ لپاره جوړېدونكې ور به تر 01 اګست بشپړ كړې شي ‘ د انګور اډې پشمول پھ 6 لويو کراسنګ سيمو به هم دغسې ورونه لګولې شي ‘ د پولې منیجمنټ د دواړه هيوادونو لپاره ګټه ور دے ‘ پھ طور خم ګيټ تږ راتږ لپاره به د سفری دستاویزات نه غير په داخليدو بنديز وي ‘ پھ افغان پوله طور خم سيمه به وړاندې د ورځې 15 نه تر 20 زره كسان او د 900 نه تر 1200ګاړي تلل راتلل’ د ور لګول به په غير قانونی توګه د تږ راتږ مخنيوې له تر ډيره حده مرستياله وګرځي ‘ دفاع لپاره د سېنټ قائمه کمېټۍ غونډه كښې په طور خم بائیو میټرك سسټم لګولو وړاندېز وركړے۔ د د ې خبرې څرګندونه وفاقی سیکتر لیفټېنينټ جنرال (ر) عالم خټك د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه كښې كړي۔د غونډې مشري د کمېټۍ چیئر مېن مشاهد حسین سید كوله او په غونډه كښې وفاقی وزیر خواجه آصف ‘ د دفاع وزارت دوهم سېكتر ‘ د كمېټۍ غړو الیاس احمد بلور’ لیفټېننټ جنرال (ر) عبدالقیوم’لیفټېنټ جنرال (ر) صلاح الدین ترمذی ‘هدایت اللہ ‘کرنل (ر) سید طاهر حسین مشهدی’ محمد جاوید عباسی ‘فرحت اللہ بابر ‘سحر کامران ‘ بریګیډئر (ر) جوئن کینیتھ ویلم او نور هم موجود وو۔ د کمېټۍ غړو په غوښتنه دفاع وزارت په افغانستان پوله تيره مياشت د شويو ډزو پېښې پحقله تفصیلی بریفنګ وركړو